نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي د هند په جهارکند ایالت کي د یوې کوچنۍ الوتکي د لوېدو له امله ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.
د راپورونو له مخي، دا پېښه د خرابي هوا له امله رامنځ ته سوې ده.
ویل کېږي چي په قربانیانو کي د الوتکي دوه عمله غړي، یو ناروغ او د ناروغ د کورنۍ غړي شامل دي.
د چارواکو په وینا، د ژغورني ډلي سمدستي د پېښي ځای ته رسېدلي او د پېښي د لاملونو په اړه ئې پلټني پيل کړي.