نړۍوالو رسنیو د جمعې په ورځ راپور کړی، چي تېره شپه د کينيا د ګيلګيل ښار د انجونو د يوې ښوونځي په ليليه کي اورلګېدنه رامنځته سوې ده.
په راپور کي ويل سوي، چي په دغه اورلګېدنه کي ۱۶ زده کوونکي وژل سوي او ۷۹ نور ټپيان دي.
د کينيا پوليسو ويلي، چي تر اورلګېدني وروسته د پېښي ځای ته د اور وژني ټيمونه پر وخت رسېدلي او اور ئې کنټرول کړی دئ.
د هغوی په خبره چي تراوسه پوري د دغي اور لګېدني علت څرګند نه دئ.