نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی، چي د ایران د بالسټیک توغندیو په کارولو سره د امریکا او بریتانیا پر یوې ليري پوځي اډې برید کړی، چي واټن ئې له ۴۰۰۰ کیلومترو څخه زیات ښودل سوی دئ.
د راپورونو له مخي دا برید د ډیاګو ګارسیا پر اډې سوی، چي د ستراتیژیک اهمیت له امله مهمه بلل کېږي.
راپورونه څرګندوي چي دا اقدام د ایران د توغندیز ځواک د پراخ واټن وړتیا ښيي، کوم چي تر دې وړاندي د سیالانو له اټکل څخه هم زیات بلل کېږي.