نړۍوالي رسنۍ: تاجکستان د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ پيلوي

نړۍوالو رسنيو د جمعې په ورځ خبر ورکړی، چي د تاجکستان دولت د ياد هيواد مرکز دوشنبې ته نژدي د افغان کډوالو د نيولو لړۍ پيل کړې او يو شمېر افغاني مېرمني، سړي او کوچنيان ئې نيولي او نورو سيمو ته ئې لېږلي دي.
دغه راز د تاجکستان دولت په رودکي او وحدت ښارونو کي افغان کډوالو ته ۱۵ ورځي وخت ورکړی، چي بايد د تاجکستان څخه خارج سئ.
په تاجکستان کي افغان کډوال وايي چي د دوی څخه د دغه هيواد پوليسو د دوی پېژندپاڼي اخيستي او ټینګار ئې پر کړی، چي ژر تر ژره باید له دغه هيواد څخه خارج سئ .