دڅراغ تلوېزیون د معلوماتو له مخي چي د ط.البانو مشر هب.ت الله هره میاشت د یو میلیارد څخه تر درو میلیاردو افغانیو پوري د دسترخوان په نوم د بیت المال څخه اخلي،خو د کنړ ،ننګرهار او لغمان د زلزله ځپلو کسانو سره یې تر اوسه هیڅ نوع مالي او معنوي مرسته نه ده کړې.
د ط.البانو ډلي تیره ورځ د ۱۰۰ میلیونه افغانیو د مرستي ادعا کړې ده، خو لا تر اوسه ددغه مرستي په اړه هیڅ نوع وضاحت او شفافیت نسته او د ویشلو یا مصرفولو ځای او وخت یې معلوم نه دی.
د یادوني وړ ده چي په ۲۰۲۲ کال کي هب.ت الله د دسترخوان او دفتر د مصارفو تر عنوان لاندي په شپږ میاشتو کي ۶۰ میلیارده افغانۍ لګښت کړی و،چي دغه حساب د ط.البانو د ډلي له خوا تایید او نشر سوی و،چي وروسته له هغه د هب.ت الله د دفتر د لګښتونو نشرول منع اعلان سوه.