هب.ت الله د ليونیانو د نیولو امر کړی دی

د ط.البانو د ډلي د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست څخه په یوه خبرپاڼه کي راغلي دي چي د دغي ډلي مشر هب.ت الله امر کړی چي د هیواد په ګوټ ګوټ کي ټول لیونیان (ښځینه،نارینه) راجمع کړي او د سرې میاشتي ریاستونو ته یې د درملني په موخه وسپاري.

په خبر پاڼه کي دا هم راغلي چي ددغه دندي ترسره کولو له پاره په کابل کي د امر بالمعروف،نهی عن المنکر د ریاستونو غړي او ولسوالیو کي بیا د محتسبينو د امریتونو غړي مکلف سوي دي.
د خبر پاڼي په حواله چي که هرچا کوم ځای کي لیونی ولیدی،ژر تر ژره دي د ۱۹۱ وړیا شمېري سره اړیکه نیسي.