هرکال د فبرورۍ په ۲۱مه د مورنۍ ژبي نړۍواله ورځ په ټوله نړۍ کي لمانځل کېږي

هرکال د فبرورۍ په ۲۱مه د مورنۍ ژبي نړۍواله ورځ په ټوله نړۍ کي لمانځل کېږي. دا ورځ د کلتوري هویت د پیاوړتیا او د مورنيو ژبو د ودي په موخه ځانګړې سوې ده. دغه ورځ په ۱۹۹۹م کال کي د یونسکو له لوري ونومول سوه او له ۲۰۰۰م کال راهیسي په نړۍواله کچه لمانځل کېږي.
کارپوهان وایي چي مورنۍ ژبه د هر انسان د فکري ودي، زده‌کړي او ټولنیز پرمختګ له پاره بنسټیز رول لري. د ماشومانو له پاره په مورنۍ ژبه زده‌کړه کول د پوهاوي کچه لوړوي او د زده‌کړو بهیر اسانه کوي.
د افغانستان وګړي د پښتو او دري د رسمي ژبو تر څنګ په ازبکي، ترکمني، بلوڅي، نورستاني، پشه‌يي او ګڼي نورو ژبو هم خبري کوي. شنونکي ټینګار کوي چي د دغو ژبو ساتنه او پراختیا د ملي یووالي، متقابل درناوي او کلتوري د غني کېدو له پاره خورا ارزښت لري.