هریس او ټرمپ له افغانستان څخه د امریکا په بې نظمه وتلو یو بل ملامت وبلل

هریس او ټرمپ په سخته مناظره کي له افغانستان څخه د امریکا په بې نظمه وتلو یو بل ملامت وبلل

د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کي د دیموکرات ګوند کاندیدي کاملا هریس او د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ په خپله لومړنۍ مناظره کي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو له کبله یو بل ملامت بللي دي.

هریس د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د هغه پرېکړي ننګه وکړه چي د امریکا د تاریخ ترټولو اوږده جګړه یې پای ته ورسوله خو ټرمپ بیا په خپله واکمنۍ کي د طالبانو سره د تړون لاسلیک کولو ننګه وکړه.