هر پاکستانی وګړی کولای سي په ۲۴ ساعتونو کي افغانستان ته داخل سي

څراغ تلوېزیون ته سرچينو خبر ورکړی چي ط.البانو په اسلام اباد کي د پاکستانیانو له پاره افغانستان ته د داخلېدلو رسمي کارونه له منځه وړي، او هر عادي پاکستانی وګړی که وغواړي بغیر له کومو شرطونو او رسمي پروسې ،په ۲۴ ساعتونو کي افغانستان ته د داخلېدلو اجازه تر لاسه کولای سي.

دا په داسي حال کي چي افغان تجاران ،زده کونکي، سیلانیان او حتی سخت مریضان د پاکستان د ویزې ترلاسه کولو له پاره په میاشتو میاشتو انتظار او ډیرو لګښتونو وروسته هم ویزه نه سي تر لاسه کولای، او په وار وار یې وېزې رد کیږي.
د پاکستان ویزي ته افغان مراجعينو د مختلفو ولایتونو څخه څراغ تلوېزیون ته ویلي چي د وېزې ترلاسه کولو وخت کي مو مریضانو او سپین ږیرو ته هم احترام نه کیږي،او نه د انتظار او ناستي له پاره مناسب ځایونه پیدا کيږي،نو ځکه دوی مجبوريږي چي په تور بازار کي په زرهاوو ډالرو د پاکستان ویزې ته وړانديز وکړي.

افغانستان ته په ۲۴ ساعتونو کي د پاکستانيانو داخلېدلو ته په اشاره ځینو افغان څېړونکو ویلي،چي د پاکستان چارواکي او سیاسيون یې حتی ۲۴ ساعته انتظار هم نه کوي ،بلکه هر وخت بغیر له رسمیت او ویزې اخیستلو افغانستان ته داخلېدلای سي.