هغه ويډيوګاني چي په ټولنيزو رسنيو کي نشر سوي په کښي ښکاري چي د يادي سيمي زياتي برخي په سپيني واوري پوښل سوي او د خلګو ورځني ژوند ئې ستونزمن کړی دئ.
په ورته وخت کي د روسيې رسنيو د دغه هيواد د چارواکو د خولې څخه خبر ورکړی، چي دغه واورو اوس په ياده سيمه کي زيان نه دئ اړولی، خو د پسرلي په موسم کي د واوري د ويلي کېدو سره سم د زياتو سېلابونو د راوتلو خطر سته.