هندي رسنيو خبر ورکړی دئ، چي هندي ځواکونو د راجستان سرحد ته په نږدي ساحه کي د شنبې په ورځ د پاکستاني پوليسو رينجر موټر نيولی دئ. هندي رسنۍ دا خبر پر داسي مهال ورکوي، چي د هند تر کنټرول لاندي کشمير تر پېښي وروسته د هند او پاکستان ترمنځ اړيکي خرابي سوې.
بايد وويل سي، چي راجستان سرحد د هند او پاکستان ترمنځ یوه مهمه سرحدي سیمه ده، چي د هند د راجستان ایالت او د پاکستان د سند او پنجاب صوبو سره پرته ده.