د عامي روغتیا وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي، چي د هند د دولت له خوا ۱۱ زره دوزه د انفلونزا او مننجيت ناروغيو واکسين مرسته له افغانستان سره کړې ده.
په خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي په یادو واکسینونو کښي ۵۵۰۰ دوزه انفلونزا او ۵۵۰۰ دوزه Meningitis واکسین شامل دي، چي ټول وزن ئې ۴۴۲.۲۰ کېلو ګرامه او خالص وزن ئې ۲۹۱ کېلو ګرامه کېږي.