د ايران د سیستان او بلوچستان د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د چارو د دفتر سرپرست هوشنگ بامري د چهارشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي، چي د سرطان میاشتي د پیل راهیسي، د ۹۱ زرو څخه ډېر افغان کډوال د میلک له پولو څخه افغانستان ته ايستل سوي دي.
د هغه په وينا چي يوازي ئې د چهارشنبې په ورځ د نهه زره درې سوه څخه زیات افغان کډوال د میلک د لاري افغانستان ته اخراج سوي دي.
د افغان کډوالو د ايستلو دا څپې پر داسي مهال زور اخیستی چي راغلي افغان کډوال دلته په افغانستان کي د اقتصادي بحران، بېکارۍ او ناامنیو سره مخ دي.