هیواد ته لا هم د بې کیفیته تېلو راوړل دوام لري

د سټنډرډ ملي ادارې په فراه ولایت کي هیواد ته د لسګونه ټانکره بې کیفیته تیلو د واردېدو د مخنیوي خبر ورکړی دی.
دغه ادارې د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي، د شیخ ابونصرفراهي بندر کي هیواد ته د ۴۵ ټانکره بې کیفیته تېلو د واردېدلو مخه نیولې ده.
سرچینه وایي، چي د یادو تېلو څرنګوالی د سټنډرډ ملي ادارې له قانون سره په ټکر کي وو او کیفیت یې سم نه وو ځکه یې هیواد ته د راتللو مخه ونیول سوه.
په خبرپاڼه کي دغه راز ویل سوي، چي په دې وروستیو کي سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
دغه ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چي هیواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه له ورته قانوني چلند سره به مخ سي.
له دې وړاندي هم هیواد ته د راتلونکو سلګونو ټانکره بې کیفیته تېلو مخه نیول سوې ده.