واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي، چي د استخباراتي راپورونو او د لوېدیځو چارواکو څرګندوني ښيي، چي د سیمي هيوادونه د ایران د توان په اړه اندېښنه لري، چي کولای سي دغه هيواد د امريکا او متحدينو ګټو ته زيان ورسوي.
سره له دې چي د ایران د توغندیو پروګرام د روان کال په جوزا او چنګاښ مياشتو کي د اسرائيلو سره د ۱۲ ورځني جګړې پرمهال ځيني زیانونه ولیدل، خو د سیمي د هيوادونو له خوا تازه چمتو سوې ارزونه، چي د واشنګټن متحدین بلل کیږي، ښيي چي د ایران د توغندیو پروګرام کلیدي برخي لا هم فعاله دي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکلي، ځیني لوېدیځ چارواکي، چي نه غواړي نوم ئې افشا سي، ویلي، چي تهران توانېدلی د خپلو توغندیو کلیدي برخي بیا ورغوي، په ځانګړي ډول په هغو غرنیو سیمو کي چي وروسته بيا د امريکا له خوا په نښه کول به ئې ډېر سخت وي.
دغي ورځپاڼي د سياسي چارو د شننونکو له خولي ليکلي، چي ایران د جوزا او چنګاښ د مياشتو تر جګړې وروسته د توغندیو تولید زیات کړی .
د يادي ورځپاڼي په حواله ایران د امریکا متحدینو ته غیرمستقیم پیغام ورکړی، چي د قطر «العدید» اډې ته د تیر برید خلاف، هر آینده غچ اخیستونکی عمل به یوازي سمبولیک یا محدود نه وي. سرچینې وایي، تهران ښايي په خلیج هيوادونو کي پر امریکايي نظامي اډو مرګوني بریدونه وکړي، هغه اډې چي لسګونه زره سرتېري هلته مېشت دي.
واشنګټن پوسټ د یوه ایراني ډيپلومات له قوله لیکلي چي تهران د نظامي ګواښ لاندي د هر ډول خبرو اترو مخالفت کوي او د ټرمپ شرطونه غیرواقعي بولي. همداراز، ځیني اروپایي چارواکو ویلي چي د امریکا فشارونو د ایران داخلي یووالي ته لاره هواره کړه او هغه اختلافاتو ته چي د ولسي اعتراضونو له امله راټوکېدلي وو پای ته ورسوي. ددوی په خبره، د تهران اوسنی پیغام دا دی: "موږ د بشپړې جګړې له پاره چمتو یو."
د سیمې په کچه هم، یوه لوېدیځ چارواکي ویلي چي سیمهییز هيوادونه له هر ډول نظامي برید څخه ډډه کوي او واشنګټن ته ئې خبر ورکړی چي د ایران پر ضد به خپله خاوره یا هوایي حریم نه کاروي.
په پای کي راپور لیکي چي د امریکا متحدین که څه هم د ایران د حکومت د تدریجي ضعیفېدو غوښتونکي دي، خو ویره لري، چي د امریکا هر ډول برید کولای سي ناڅاپي او تاوتریخجن سقوط رامنځ ته کړي، چي له امله به سیمه بېثباتۍ او پراخي ګډوډۍ ته ولاړه سي. له همدې امله، دغه هيوادونه لا هم د بحران د حل له پاره د دیپلوماتیک حل لاري په پیدا کولو ټینګار کوي.