وال سټريټ ژورنال: د امريکا او ط..البان ترمنځ د بګرام په هوايي اډه کي د امريکايي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په اړه خبري رواني دي

وال سټريټ ژورنال په خپل نشر سوي راپور کي ويلي دي، چي د امريکا او ط..البانو ترمنځ د بګرام په هوايي اډه کي د امريکا د نظامي حضور په اړه خبري رواني دي.
دغي ورځپاڼي ليکلي چي تر اوسه ط..البانو د امریکا د نظامي حضور خبره نه ده منلې.
وال سټريټ ژورنال ليکي، چي د ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي، چي ط..البان قانع کړي، ترڅو په بګرام نظامي اډه کي يو شمېر امريکايي ځواکونه پاته سي او د همدې ځايه څخه د ترهګرو ضد عملياتونه پيل کړي.
بايد وويل سي، چي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنج شنبې په ورځ ناڅاپي اعلان وکړ، چي امريکا غواړي بېرته د بګرام هوايي اډه تر لاسه کړي.