وال سټريټ ژورنال ورځپاڼي د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼي د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې د ورځي تر لومړیو ساعتونو پوري د ایران پر ضد د غچ اخیستونکي اقدام د اړتیا په اړه قانع سوی نه و.
امریکايي چارواکي وایي چي ټرمپ د امریکا د دفاع وزیر پیت هگست او د پوځ د ګډو ځواکونو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر ډن کين سره تر ليدني وروسته پر ايران د بريد کولو امر کړی دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي د يادو امريکايي چارواکو سره تر ليدني وروسته د ايران په اړه د ټرمپ دريځ بدل سوی.

د راپور له مخي، د امریکا ولسمشر په پای کي په ایران کي د ځینو هدفونو پر ضد د پوځي بریدونو اجازه ورکړې.