وثیق: هېواد کې د ځینو ډلو د حضور په اړه د مطبوعاتو لخوا خپرېدونکي تبلیغات واقعي نه بلکې سیاسي دي

د استخباراتو عمومي رئیس عبدالحق وثیق وايي، په افغانستان کي د ځینو ډلو د حضور په اړه د مطبوعاتو له لوري خپرېدونکي تبلیغات سیاسي دي او د عامه ‌ذهنیت د ګمراه کولو په هدف کیږي.
عبدالحق وثیق د پنجشنبې په ورځ په کورنیو چارو وزارت کي د امنیتي ځواکونو د ستاینې یوې غونډي ته د خپلې وینا پر مهال ویلي، هغه تبلیغات چي په افغانستان کي د متعددو ډلو د شتون په اړه په مطبوعاتو کي کیږي واقعي نه؛ بلکي سیاسي دي او نړیوال باید د ناسمو تبلیغاتو او کاذبو اطلاعاتو پر ځای په مځکنیو حقایقو ځان خبر کړي.
هغه افغانستان د نړۍ امن هیواد وباله او په خبره یې، مخربي ډلي له افغانستانه د باندي مېشتي دي او ناسم معلومات ورکوي.