وسله‌والو کسانو په بلوچستان کي د رغنیزو چارو پنځه کارکوونکي وژلي دي

سیمه‌يیز چارواکي وايي، دا پېښه د ایران پولي ته نژدې د پنجګور بند په سیمه کي سوې ده.
تر اوسه هيڅ یوې ډلي د دې برید پړه نه‌ده منلې.
له طبیعي زېرمو شتمن بلوچستان له کلونو را په‌دې خوا د ناامنیو ډګر دی.
په‌دې ایالت کي د بلوچستان د ازادۍ د پوځ په نوم بېلتون‌پاله ډله د پاکستان د حکومت پر ضد جګړه کوي.
د اکتوبر په ۱۱مه د همدې ایالت په دوکي ولسوالۍ کي د ډبرو سکرو د کان شل تنه کارکوونکي په یوه برید کي چي پړه یې هيڅ ډلي ونه‌منله ووژل سول.
د دغه کسانو د وژني پړه بلوڅ بېلتونپالو د پاکستان پر استخباراتو واچول او ویلي، وه چي پاکستان غواړي پښتانه او بلوڅان په دښمني کي سره واچوي.