وسله والو غلو په کندهار کي یو ځوان وژلی

وسله والو غلو د کندهار ښار د پنځمي حوزې اړوند په نوراني مېنه کي د نصیب الله په نوم یو ځوان د یوه موټر سایکل لپاره ویشتلی.
دغه پېښه تېره شپه د روژه مات پر مهال رامنځ ته سوې او ځوان په روغتون کي ساه ورکړې.
د دغه ځوان دوستان وایي، له هغه څخه یو ماشوم زوی پاته سوی.
چارواکي وایي، د پېښي په اړه یې پلټني پیل کړي خو تر اوسه يې په تړاو څوک نه دي نیول سوي.