وسله والو په خیبرپښتونخوا کي یو د پولیسو افسر او د هغه ساتونکی وژلي دي

په خیبرپښتونخوا کي د ناامنیو د پيښو په دوام په لکي مروت سیمه کي تېره شپه د نامعلومو وسله والو په برید کي یو لوړپوړی پاکستانی افسر او د هغه ساتونکی وژل سوي دي.
د راپورونو له مخي په دې برید کي د وژل سوي افسر یو بل ساتونکی هم ټپی سوی دی خو د نورو کسانو د مرګ ژوبلي خبر نه دی ورکول سوی.
ویل کیږي چي دغه افسر او ساتونکي يې پر ګزمه بوخت وه چي وسله وال کسانو ورباندي برید کړی او مرګ ژوبله یې اړولې.
په وروستیو کي د پاکستاني حکومت ضد ډلي پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي خپلو بریدونو ته زور ورکړی او نږدې هره ورځ پاکستاني ځواکونه په نښه کوي.
بل خوا پاکستاني حکومت له دغه ډلي سره خبري رد کړي او ویلي يې دي چي د دې ډلي سره خبري امکان نه لري.
تر دغه خبرو وړاندي د اسلامي امارت یوه وزیر له ټي ټي پي څخه غوښتي وه چي د حکومت سره خبرو ته کښیني او له جګړې لاس واخلي.