وسله والو کسانو د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي یو کس وژلی

نامعلومو وسله والو تېره ورځ دوشنبه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د پوپل مارکېټ شاته د عطا محمد په نوم یو کس ویشتلی او وژلی دی.
ویل کیږي چي وژل سوی کس د بار وړونکي موټر چلوونکی وو او تر اوسه څرګنده نه ده چي د وژني لامل یې څه وو.
امنیتي مسولین وایي، تر اوسه یې د پيښي په تړاو څوک نه دي نیولي او پلټني رواني دي.