ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي اعلان کړی چي ځواکونه به یې په کورسک کي خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړي

د چهارشنبې په ورځ د اوکرایین د پوځ مشر اولکساندر سیرسکي د دغه هيواد ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ته د خپلو پرمختګونو په اړه راپور ورکړ او ویې ویل چي د سودژا سرحدي کلي کنټرول یې په لاس کي اخیستی.
اوکراین وروسته له هغه په لوېدیځو سیمو کي د روسیې په لور پرمختګ وکړ چي زرګونه سرتېري یې هلته ځای پر ځای او روسیه یې غافلګیره کړه.
اوکراییني ځواکونو ادعا کړې چي شاوخوا زر کیلومتره مربع ساحه یې له روسیې نیولې ده.
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي چي له دې وضعیت خوښ دی، وايي خپلو سرتېرو ته یې امر کړی چي همداسي پرمختګ ته دوام ورکړي او بل مهم ګام د ده په خبره د روسیې په خاوره کې پورته کړي.
په همدې حال کي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د کورسک پر سیمي د کییف بریدونه به د سولي خبري د اوږدې مودې لپاره وځنډوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا ویلي چي اوکراین ته به د “د پام وړ ځواب” ورکړي او د کییف لوېدیځ ملاتړي یې د اوکرایین په مرسته تورن کړل.