ویکرم راټور د راجستان رویلز لوبډلي د توپوهني د روزونکي په توګه ټاکل سوی دی

د هندوستان کرېکټ ملي لوبډلي پخوانی پیلیز توپوهونکی او روزونکی ویکرم راټور د هند غوره لیګ راتلونکي پړاو سیالیو لپاره د راجستان رویلز لوبډلي د توپوهني د روزونکي په توګه ټاکل سوی دی.

راټور به د ۲۰۲۵ هند کرېکټ غوره لیګ کي د راهول ډراویډ سره یو ځای د راجستان رویلز لوبډلي د روزني دنده پر مخ وړي.

د یادونې وړ ده، چي دې لوبډلي څه موده وړاندي د هند کرېکټ ملي لوبډلي پخوانی مشر روزونکی راهول ډراویډ د خپلي لوبډلي د مشر روزونکي په توګه ټاکلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *