يوناما: د طالبانو د امربالمعروف قانون د افغانانو څخه د هوسا ژوند خوښي اخيستې ده

يوناما په خپل تازه خپاره سوې راپور کي ويلي دي، چي د طالبانو د امر بالمعروف قانون پر افغانانو د ژوند کړۍ تنګه کړې او له افغانانو څخه ئې د هوسا ژوند خوښي اخيستي ده. د يوناما د راپور له مخي دغه قانون د خلکو پر ورځني ژوند خورا بد اغېز کړی. د ښځو لپاره له کوره وتل، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی، کار ته تلل او د عام ژوند کولو امکانات ډېر محدود سوي دي.
راپور کي ويل سوي چي ښځينه روغتيايي کارکوونکي پرته له محرم نه سي کولای روغتون یا کاري ځای ته لاړې سي. نارینه هم له دغه قانونه خوندي نه دي پاته سوي. یوناما موندلې چي د ظاهري بڼې له امله، لکه د ږیرې نه درلودو یا د «غیر شرعي» وېښتو له کبله په لومړیو شپږو میاشتو کي د طالبانو له خوا تر نیمایي زیات نیول سوي کسان نارینه وه.
یوناما په خپل راپور کي وايي، رسنۍ چي مخکې هم تر سخت څار او سانسور لاندې وې، اوس پرې کړۍ لا تنګه سوې او د طالبانو لخوا ورباندي بنديزونه لګيدلي دي. یوناما په خپل راپور کې خبرداری ورکړی، چي د طالبانو د امر بالمعروف دغه قانون او پلي کوونکو جوړښتونو ئې افغانستان له نړۍ څخه په واټن کي ساتلی او له نړۍوالې ټولنې سره ئې د تعامل هیلي هم کمزوري کړې دي.
د يادوني وړ ده، چي د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په خپله تازه پرېکړه ‌لیک کي له طالبانو غوښتي چي دا تګلاره په تېره د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون دي ژر تر ژره لغوه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *