يوناما د ط..البانو د رسنيو د سانسور نوی لارښود غندلی

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) د پنج شنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه د ط..البانو هغه لارښود غندلی، چي په کښي د رسنيو د سياسي خپرونو د کنټرول اړوند په کښي بحث سوی.
يوناما ويلي دي، چي ط..البان په دغه ډول بنديزونو سره غواړي په افغانستان کي رسنۍ او د خلګو د بيان آزادي سانسور کړي او هڅه کوي، چي د ولس ږغ چپ وساتي.
یوناما زیاته کړې: «دا لارښود د رسنيو د سياسي خپرونو د محتوا او کارپوهانو له مخکي تائیدولو سره تړاو لري، او دا د رسنيو سانسور نور هم پسي زياتوي، په ځانګړي ډول په هغو رسنیو کي چي مخکي هم له ډېرو محدودیتونو سره مخ وې.))
یوناما ټینګار کړی چي دا نوی لارښود د بیان د ازادۍ او د رسنیو آزاد فعالیتونه له پخوا څخه هم زیات محدودوي.
ط..البانو په خپل تازه رسنیز لارښود کي هر ډول انتقادي سیاسي بحثونه دافغانستان په رسنيو کي بند کړي دي.
د دې لارښود له مخي، د افغانستان رسنۍ مکلفي دي، چي د هر سیاسي پروګرام له خپرېدو وړاندي، موضوعات او مېلمانه د ط..البانو اړوندو ادارو ته د تایید له پاره وړاندي کړي او وروسته ئې نشر کړي.