يوناما د چهارشنبې په ورځ د يونسکو سازمان راپور نشر کړی، چي په کښي ويل سوي دي

يوناما د چهارشنبې په ورځ د يونسکو سازمان راپور نشر کړی، چي په کښي ويل سوي دي، چي د تېر کال په جريان کي ۹۱ خبریالان په بېلابېلو هيوادونو کي وژل سوي دي، چي دا شمېر د ۲۰۱۸ کال راهیسي تر ټولو لوړ دئ. راپور زیاتوي چي د بیان ازادي په نړۍواله کچه د ګواښ سره مخ ده او سانسور ورځ تر بلي پراخېږي.
د حکومتونو او زورورو ډلو له خوا پر رسنیزو بنسټونو د فشارونو او محدودیتونو ډېرېدو، دا وضعیت د اندیښنې وړ بلل سوی دئ.
بايد وويل سي چي يونسکو دغه راپور پر داسي مهال خپور کړی، چي دلته په افغانستان کي د ط..البانو د واکمنۍ وروسته رسنۍ له جدي سانسور، محدودیتونو او تهدیدونو سره مخ دي. راپورونه ښيي چي ګڼ شمېر افغان خبریالان د کار له ساحي ایستل سوي، ځیني نیول سوي او یا له هیواده بهر ته مهاجرت ته اړ سوي دي. همداراز، د ط..البانو له خوا پر رسنیو سخت کنټرول، د ښځینه خبریالانو مخنیوی او د راپور ورکولو پر ازادۍ محدودیتونه زیات سوي دي، چي د بيان او د رسنيو ازادي ئې تر سانسور لاندي راوستلې ده.