يوناما: د کنړ زلزله ځپلي بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

په افغانستان کي دملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) پر خپل اېکس پاڼه باندي ليکلي، چي د افغانستان په ختيځ ولايت کنړ کي د وروستو زلزلو له امله زيانمن سوي کسان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازي روزا اوتنبایوا چي کنړ ولايت ته تللې وه ويلي، چي په دغه ولايت کي زلزله ځپلي سرپنا، خوړو او د روغتيايي خدماتو له پاره بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د هغې په خبره چي د ژمي د موسم په رارسېدو سره د دغه د زلزلې څخه زيانمن سوي کسان به د جدي ستونزو سره مخامخ سي.
هغې د ټولو نړۍوالو مرستندويانو غوښتي چي په يادو برخو کي دي د افغان زلزله ځپلو سره مرستي وکړي.