د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (يوناما) د يکشنبې په ورځ په خپل نشر سوي درې مياشتني راپور کي ويلي دي، چي ط..البانو په افغانستان کي د تېرو درو مياشتو په موده کي څلور کسان اعدام کړي او ۲۳۴ تنه ئې د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
د يوناما په دغه درې مياشتني راپور کي ويل سوي دي، چي ط..البانو دغه څلور کسان په بادغيس، نيمروز او فراه ولايتونو کي د خلګو په حضر کي اعدام کړي دي.
راپور دغه راز زياتوي، چي ط..البانو د دغو اعدامونو سره په څنګ کي ۲۳۴ کسان، چي ۱۸۵ په کښي نارينه او ۴۸ تنې ښځينه او يو کوچنی په کښي شامل دئ د خلګو د سترګو په وړاندي په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
بايد وويل سي، چي د يوناما د راپور د مخي تر دې وړاندي هم ط..البانو شپږ کسان په عام محضر کي اعدام کړي و.