يونيسف: تېر کال په افغانستان کښي د سيلابونو له امله ۴۵۰ کسان وژل سوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د خپل وروستي راپور په ترڅ کښي ویلي، چي په تېر ۲۰۲۴ ميلادي کال کښي په افغانستان کښي د پرله‌پسې سېلابونو له امله شاوخوا ۴۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چي په دې شمېر کښي ۱۰ ماشومان هم شامل دي. دغه ادارې زیاته کړې، چي دغه سېلابونو د هيواد په بېلابېلو سیمو کښي شاوخوا ۷۰ زره کورونه یا په بشپړ ډول ویجاړ کړي او یا ئې زیانمن کړي دي.

یونیسف په خپل راپور کښي څرګنده کړې، چي دا سېلابونه د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځ ته سوي دي، چي په پایله کښي ئې زرګونه کورنۍ بې‌کوره سوې او د ژوند اړینو امکاناتو ته ئې لاسرسی له لاسه ورکړی دئ. دغه ادارې ټینګار کړی، چي ماشومان او ښځي د دې طبیعي افتونو له امله تر ټولو زیات زیانمن سوي، ځکه چي دوی د ټولني تر ټولو زیانمنونکي ډلي دي.

د راپور په پای کښي، یونیسف د اقلیمي بدلونونو پر وړاندي د مبارزې او د چاپېریال ساتني په برخه کښي د اوږدمهاله پروګرامونو پر اړتیا ټینګار کړی، ترڅو په راتلونکي کښي د ورته ویجاړونکو پېښو مخه ونیول سي. دغه اداره همداراز د سېلاب‌ځپلو کورنیو د بیا رغوني او د هغوی د ژوند د بېرته عادي حالت ته د راګرځولو له پاره د مرستو پر دوام ټینګار کوي.