يونيسف د انګليستان په ملاتړ د افغان کوچنيانو له پاره د خوړو نوی پروګرام پيلوي

د ملګرو ملتونو د کوچنيانو د ملاتړ صندوق ( يونيسف) څخه د دوشنبې په ورځ په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه سازمان د انګلستان په مالي ملاتړ د افغان کوچنيانو د خوړو د پاره يو نوی پروګرام پيلوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه پروګرام ( لومړی خواړه د افغانستان له پاره) تر عنوان لاندي راپيلوي، چي له مخي به ئې د ټولو هغه کوچنيانو سره چي د خوراځواکۍ او يا د خوړو د کمښت سره مخامخ دي مرسته وکړي.
د يونيسف د ادارې څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي دغه راز ويل سوي دي، چي اوس مهال په افغانستان کي ۹۰ سلنه کوچنيان د کمزورو خوړو سره مخامخ دي او همدارنګه په دغه هيواد کي ۳،۵ ميليونه افغان کوچنيان د خوراځواکۍ سره لاس او ګريوان دي.