د ملګرو ملتونو د کوچنيانو د ملاتړ صندق (يونيسف) د لوګر د پوهني د رياست سره د ۷۹۷ ښوونکو له پاره د تدريسي توکو مرسته کړې ده.
په دغه مرستو باندي ټولټال ۷۷ زره امريکايي ډالره مصرف راغلی، چي ټول لګښت ئې د يونيسف له خوا ورکول سوی دئ.
په یاده مرسته کښي د ښوونکو ۷۹۷ تدریسي کڅوړي شاملي دي، چي هره کڅوړه یو لاسي بیک او ۲۶ قلمه د اړتیا وړ تدریسي مواد لري، چي ډېر ژر به د ۲۸۸ ښوونځیو د صنفي اصولو پر ښوونکو ووېشل سي.
د يادوني وړ ده، چي تېره اونۍ هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د لوګر ولایت د ښوونځيو زدهکوونکو سره ۱۲ زره ټوکه کتابونو مرسته کړې وه.