يونيسف: د ښځينه ډاکټرانو رول د زلزلې ځپلو ښځو او ماشومانو له پاره خورا مهم دئ

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق (یونیسف) استازي، تاج‌الدین په خپلو تازه څرګندونو کي ویلي چي د ښځینه ډاکترانو رول د طبیعي پېښو، په خاص ډول د زلزلې پر مهال ډېر زيات مهم دئ.
د هغه په خبره ؛ سره له دې چي ط..البانو د ښځو پر کار محدودیتونه لګولي، بیا هم ښځینه ډاکتراني کنړ ته رسېدلي دي او د زلزلې له امله زیانمنو ماشومانو، ښځو او سړيو ته روغتیایي خدمتونه وړاندی کوي.
دغه سازمان په ټينګار سره ويلي، چي د زلزلې په سيمه کي د ښځينه ډاکټرانو رول خورا زيات ارزښتناک دئ.