يونيسف: ۲۰۲۵ ميلادي کال کښي د افغانستان د نيم نفوس څخه زيات وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري

د‌ملګرو ملتونو د‌ کوچنيانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) وايي چي په روان ميلادي کال کښي به د ۱۲ ميليونه کوچنيانو په ګډون افغانستان کښي ۲۲.۹ ميليونه وګړي بيړنيو بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د يونيسف د‌ معلوماتو له مخي د افغانستان د نيم نفوس څخه زيات وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.
يونيسف دغه راز زياتوي، چي په همدې کال کښي ۸۵۷ زره کوچنيان د سختي خوراځواکۍ تداوۍ ته اړتیا لري، چي بايد درملنه ئې وسي.
د يونيسف په راپور کښي دغه راز ويل سوي، چي د پاکستان څخه د افغان کډوالو ايستل او افغانستان ته د هغوی راتګ بشري ناورين نور هم زيات کړی دئ. د يونيسف د معلوماتو په اساس د اپرېل مياشتي څخه تراوسه پوري شاوخوا يو ميليون افغان کډوالو د پاکستان څخه راغلي، چي د دغو افغان کډوالو زيات شمېر کوچنيان په خوراځواکۍ اخته دي او درملني ته اړتيا لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *