ټام ویسټ وایي، امریکا د خپلو ګټو او د ا.ا د ژمنو په اړه خبرو ته دوام ورکوي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي، چي امریکا د خپلو ګټو او د هغو ژمنو د عملي کېدو لپاره چې ا.ا ورسره کړي، خبرو ته دوام ورکوي.
هغه په یوه تازه مرکه کي زیاته کړې، چي د افغانستان پر وړاندي د واشنګټن سیاست د امریکا د ملي ګټو او له افغان ولسه پر ملاتړ راڅرخېږي.
هغه زیاته کړې، د دې لپاره چي افغانستان یو ځل بیا د امریکا پر وړاندي د ترهګرۍ په ډګر بدل نه سي د ملي ګټو په اړه کلک هوډ لري او په دې اړه دوی د ا.ا د اقداماتو په اړه چي نړیوالي ټولني په ځانګړي توګه امریکا ته یې ژمني ورکړي وې په خبرو بوخت دي.
ا.ا تر اوسه د ویسټ د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د مخالفانو له خوا یې تورنیږي چي ګواکي امریکا د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره افغانستان ا.ا ته سپارلی.