د امریکا ولسمشر ډونالد ټرامپ، دغه هيواد ته د دولسو هیوادونو د وګړو پر تګ بندیز لګولی او همداراز ئې د اوو نورو هیوادونو د وګړو پر ورتګ محدودیتونه لګولي دي.
په هغو هیوادونو کښي چي د يادي پرېکړي له مخي ئې وګړي امریکا ته د تګ اجازه نه لري، افغانستان، ایران، یمن، لیبیا، سودان، سومالیا، استوایي ګینه، چاد، کانګو، میانمار، اریتریا او هایټي شامل دي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي:«هغو کسانو ته چي غواړي موږ ته زیان ورسوي، هېڅکله به اجازه ورنکړو چي زموږ هيواد ته راسي.»
ټرمپ دغه پرېکړه پر داسي مهال کوي، چي امریکا کښي د امریکایي – اسلامي اړیکو شورا د دغه هیواد له ولسمشر او کورني امنیت د وزارت غوښتي چي د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه دي بېرته واخلي.