ټرمپ د ايرانيانو غوښتي؛ چي تهران دي پرېږدي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپل ټولنیزي شبکې “ټروټ” (Truth Social) باندي یو پیغام خپور کړی، چي پکښي ئې له خلګو غوښتي چي سمدستي له تهران څخه ووځي. دغه پیغام د ایران او اسرائیلو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي.
دغه راز د نیویارک ټایمز بيا د سپیني ماڼۍ یوه چارواکي د خولي راپور ورکړی، چي ولسمشر ټرمپ د جي۷ سرمشریزې د هغي اعلامیې د لاسلیک کولو څخه ډډه کړې، چي د ایران او اسرائیلو ترمنځ د کړکېچ کمولو غوښتنه ئې کوي. دا پرېکړه د نوموړي د سختو سیاستونو یوه بله نښه بلل کیږې.
سی‌اېن‌اېن سره یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي په خبرو کي ویلي، چي د ټرمپ دا پیغام په حقیقت کي ایران ته یو اخطار دئ ترڅو ژر تر ژره د خبرو اترو مېز ته راسي. دغه چارواکي زیاته کړې، چي د ټرمپ اداره غواړي ایران د اټومي پروګرام په اړه د مذاکراتو له پاره اړ کړي، او دا پیغام د فشار راوړلو یوه هڅه ده.
ټرمپ په خپل پیغام کي دا هم ویلي، چي ایران باید د اټومي وسلو جوړولو هڅي ودروي او زیاته کړې ئې ده چي که ایران د اټومي هوکړې په اړه خبرو ته حاضر نه سي، نو د جدي پایلو سره به مخ سي. دا بیان د هغو نورو ویناوو په دوام کي دئ، چي پکښي ټرمپ ایران د ترهګرۍ ملاتړ کوونکی هيواد بللی او د ایران پر وړاندي ئې د سختو بندیزونو پلي کولو ګواښ ئې کړی دئ.