د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چي ایران ته ئې د اټومي تړون له پاره ډېر فرصتونه ورکړي او غوښتي ئې دي، چي تهران دي ژر تر ژره هوکړې ته ورسیږي.
هغه زیاته کړې، که ایران دا کار ونه کړي، نو پایلې به ئې د هغه څه په پرتله ډېري خرابي وي چي ایران ئې اټکل کوي.
ټرمپ همداراز ایران ته ویلي، چي د امریکا وسلې خورا پیاوړې دي، چي ډېری ئې د اسرائیلو سره دي او هغه پري ښه پوهیږي چي څنګه ئې وکاروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ټرمپ د دې پیغام په خپرولو کښي ویلي، ځیني ایراني سخت دریځه مشرانو چي پخوا په جرآت خبري کولې او د وضعیت له جدي والي ناخبره وو، اوس ټول مړه دي. روبیو پر ایران ږغ کړی، چي د نورو پلان سوو بریدونو مخه دي ونیسي او د اټومي هوکړي لهپاره دي اقدام وکړي