نن پنجشنبه د«۲۰۲۵(سپټمبر)۱۸م» تاریخ د امریکا رئیس جمهور ډونالډ ټرمپ انګلنډ ته د تللي رسمي سفر پر مهال په یوه غونډه کي وویل چي د باګرام اډه به بیا ځلي ونیسم.
د ټرمپ په خبره چي باګرام د نړۍ د سترو هوايي اډو څخه یوه اډه ده او د موقعيت د لحاظه خورا لوی اهمیت لري،چي باید بیرته یې ونیسو.
هغه زیاته کړې چي موږ د باګرام اډه افغانستان ته بې قیمته ورکړه،باید بیرته یې ځني واخلو،ځکه دغه اډه د چین سره یو ساعت فاصله لري او ددغه سببه امریکا د باګرام څخه ښه ګټه اخستلای سي
د یادوني وړ ده چي ټرمپ مخکي هم یو ځل د باګرام د هوایي اډې د نیولو خبر ورکړی و،خو تر اوسه یې په عمل کي کوم کار نه دی کړی