د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ئې په الاسکا کي په خبرو کي پرمختګ کړی.
تر ليدني وروسته دواړو مشرانو د یوې ګډي خبري غونډي پر مهال د خپلو خبرو جزئیات له رسنیو سره شریک کړل.
ولسمشر ټرمپ وویل، دا لیدنه ډېره ګټوره وه او پر ګڼو مهمو موضوعاتو موافقې ته رسېدلي دي نوموړي زیاته کړه: “موږ یو ډېر پربار مجلس درلود، چي په ترڅ کي ئې پر ډیرو مواردو توافق وسو. یوازي څو لوی مسایل پاته دي چي لا هم موافقې ته نه یو رسېدلي، خو په هغو کي هم پرمختګ سوی دئ.”
که څه هم دواړو مشرانو د خپلو خبرو د مواردو جزییات نه دي څرګند کړي، خو ټرمپ ډاډ ورکړ چي د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي به لا ښې سي او د پاته مسایلو د حل له پاره به هڅي رواني وي.
یاده لیدنه پر داسي مهال سوې چي د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکي له اوږدې مودې راهیسي ترینګلي دي.