د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چي د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتين سره ئې شاوخوا يو ساعت ټليفوني خبري کړي دي.
د هغه په خبره چي د پوتين سره ئې ټليفوني خبرې ښې وي خو د اوکرين او روسیې ترمنځ د عاجل اوربند په اړه پکښي پرېکړه نه ده سوې.
د ټرمپ په وينا چي د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ټينګار کړی، چي د اوکراین هغه بريد ته بايد جواب ووايي، چي د ډورن په بريد کښي د روسيې الوتکي په نښه کړي وې.