د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کښي ویلي، چي دی باور لري چي په غزه کښي د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند هوکړه نږدې سوې او ښايي ډېر ژر اعلان سي.
ټرمپدغه راز زیاته کړې، چي دا هوکړه به په غزې کښي د روانو شخړو د کمولو او سولي راوستلو له پاره یو مهم ګام وي. هغه دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي په غزه کښي د تېرو څو میاشتو راهیسي د اسرائیلو او حماس ترمنځ نښتي رواني دي، چي له امله یې ګڼ شمېر ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د يادوني ده، چي د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند هوکړه اسرائیلو منلي خو حماس پر دغه طرحه باندي غور کوي .