د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډټرمپ وايي، امریکا به بې ځایه غرور او په ځینو هیوادونو کي مداخلې د ناکامۍ کندي ته وغورځوي.
دی زیاتوي، هیڅ اړتیا نسته چي د امریکا حکومت په نورو هیوادو کي مداخلې وکړي او بې ځایه پیسې مصرف کړي، نو تر ټولو ښه ده چي خپل هیواد ته پام وکړي.
ټرمپ خبرداری ورکړی، که واشنګټن له غور څخه کار وانه خلي نو لیري نه ده، چي خپل ځان به د نورو په جګړو کي وبایلي.
ټرمپ له دې وړاندي هم ویلي، که چیري دا ځل ولسمشر سي د اوکراین د جګړې لپاره به هیڅ پیسې یا نوره مرسته ورنه کړي.
هغه په وار وار پر دې هم نیوکه کړې چي په ناټو کي د امریکا د لګښت ونډه ډېره ده چي دا باید راکمه سي.