ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې چي د بګرام هوايي اډه د چین په واک کي ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګانګرس کي د جمهوري غوښتونکو ملي کمیټې ته په وینا کي ویلي، که چیري له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د هغه د واک پرمهال ترسره سوي وای، هغه به د بګرام هوايي اډه د امریکا په کنټرول کي ساتلې وای.
ټرمپ په خپلو څرګندونو کي د بګرام هوايي اډه د نړۍ یوه له لویو هوايي اډو وبلله.
له دې مخکي هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې په ساتلو تاکید کړی وو او ویلي یې وه چي دا اډه اوس د چین په لاس کي ده.
خو د طـ.البانو حکومت په وار وار د ټرمپ دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، د بګرام هوايي اډه د بهرنیو په لاس کي نه ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *