ټي ټي پي د پښتنو د قومي جرګې په احترام ۵ ورځي اوربند اعلان کړی

تحریک طالبان پاکستان اعلان کړی چي د پښتنو قبایلي جرګې په ویاړ به په خیبر پښتونخوا ایالت کي پنځه ورځنی اوربند وکړي.
تحریک طالبان پاکستان په دې وروستیو کي د دغه جرګې ملاتړ اعلان کړ، چي ټاکل سوې د جمعې په ورځ د اکتوبر په ۱۱مه ترسره سي.
ټي ټي پي په داسي حال کي اوربند اعلان کړی چي د پاکستان حکومت د دې جرګې د جوړولو مخالفت کړی دی او د دې ترڅنګ يې په وروستیو ورځو کي امنیتي ځواکونو په خیبر کي د جرګې د تنظیموونکو پر خیمو بریدونه کړي او د پښتون ژرغوني غورځنګ لسګونه غړي او د هغې تنظیموونکي یې نیولي دي.
پرون د شمالي وزیرستان د اتمانزو قومي جرګې د پښتون ژغورني غورځنګ له لوري په اعلان سوې جرګه کي د ګډون لپاره خپل احتجاج پای ته ورساوه.
دوی له یوې مودې راهیسي په سيمه کي د امنیت په اړه د حکومتي ژمنو د نه پوره کېدو پرضد احتجاج پیل کړی وو او د ميرامشاه او غلام خان تجارتي لاره يې تړلې وه.
د پښتون ژغورني غورځنګ په اسلام اباد کي د خپل مخکښ او په ولس کي د منل سوي غړي ګیله من وزیر له وژل کېدو وروسته پرېکړه وکړه چي د پښتنو یوه لویه جرګه جوړه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *