ټي ټي پي له خپلو غړیو وغوښتل چي له پښتون ژغورني غورځنګ سره کار ونه لري

ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک له خپلو ټولو غړیو غوښتي چي له پښتون ژغورني غورځنګ سره کار ونه لري او خپل ټول تمرکز د پاکستان پر پوځ او امنیتي ادارو وکړي.
دغه تحریک نن په یوه خبرپاڼه کي پر خپلو جنګیالیو همداراز ږغ کړی چي په قومي جرګه کي د سویو پرېکړو په اړه چپ پاته سي او له هغوی سره کار ونه لري.
د پښتون ژغورني غورخڼګ په بلنه د اکتوبر له ۱۱مه تر ۱۳مي پوري په خیبر کي د پښتنو قومي جرګه جوړه سوه.
دې جرګې غوښتنه کړې چي په دوو میاشتو کي دي د پاکستان پوځ او طالبان له ټولي پښتونخوا ووځي.
خو ټي ټي پي له خپلو غړیو غوښتي چي د پښتون ژغورني غورځنګ د غړیو له فعالیتونو سره کار ونه لري او د جرګې د پرېکړو په اړه هم تر راتلونکي وضاحت پوري هیڅ ونه وایي.
پولیس ځايي اوسیدونکي دي خو د پاکستاني پوځ تر ۹۰ سلنه ډېر غړي په پنجاب ایالت پوري تړاو لري چي هم یې ټي ټي پي او هم یې پښتون ژغورني غورځنګ غاصب پوځ بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *