پاسپورټ ریاست: په ۲۶ ورځو کي مو څه باندي ۱۷۸زره پاسپورټونه وېشلي دي

د پاسپورټ ریاست وايي، د غبرګولي میاشتي له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۶مي نېټې پوري یې څه باندي ۱۷۸زره پاسپورټونه وېشلي دي.
پاسپورټ ریاست په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي د دغه پاسپورټونو د وېش له لاري یې یو میلیارد ۳۶ میلیونه او ۳۷۳ زره افغانۍ عواید هم تر لاسه کړي.
د پاسپورټ ریاست وایي، په پلان کي لري چي په کابل ښار کي د پاسپورټ د وېش درې نور مرکزونه هم خلاص کړي.
دا په داسي حال کي ده چي ډېری خلک د پاسپورټ د تر لاسه کولو پروسې څخه شکایت کوي او وایي، په میاشتو میاشتو ورته نوبت نه رسيږي.