پاټېل وایي، ا.ا باید له نړیوالي ټولني سره له هر ډول تعامل مخکي د بشري حقونو مخینه جوړه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل وایي، هیواد یې له خپلو متحدانو سره په همږغۍ له ا.ا غواړي چي له نړیوالي ټولني سره له هر ډول تعامل مخکي باید د بشري حقونو مخینه جوړه کړي.
پاټېل دغه څرګندوني یوې خبري غونډي ته کړي دي.
خبریالانو په دې غونډه کي له پاټیل څخه د امریکایي وسلو او تجهیزاتو په وسیله د ا.ا د پوځي نندارې په اړه وپوښتل، خو نوموړي په ځواب کي وویل، دغه ویډیو یې لا نه ده کتلې او ټینګار یې وکړ چي د امریکا په ګډون هیڅ هیواد ا.ا تراوسه په رسمیت نه پېژني.
بګرام د تېر جمهوري نظام پر مهال د امریکایي او نړیوالو ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه وه.