پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د سوداګرۍ وزارت له قوله راپور ورکړی، چي د افغانستان سوداګرو ته اجازه ورکړل سوې چي خپل له شپږ زرو څخه زیات ترانزیتي کانتینرونه د کراچۍ بندر څخه وباسي.
د راپورونو له مخي، دا پرېکړه د افغان سوداګرو د غوښتني له مخي سوې، ځکه چي دوی د کراچي په بندر کي له اوږدې مودې راهیسي د خپلو مالونو د پاته کېدو له امله درانه لګښتونه کړي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت یوه چارواکي ویلي، له هغو واردونکو سره چي د خپلو کانتینرونو د انتقال له پاره ئې وزارت ته مراجعه کړې، تماس نیول سوی او خبر ورکړل سوی چي کولای سي خپل مالونه انتقال کړي.
د راپورونو له مخي زیاتره کانتینرونه له مالیزیا، چین او ویتنام څخه راغلي او د کراچي په بندر کي بندپاتهدي.
دا پداسي حال کي ده چي د افغانستان او پاکستان تر منځ د اکتوبر میاشتي راهیسي د سرحدي دروازو د تړل کېدو له امله تجارت په ټپه درېدلی دئ او لا هم د دغو دروازو د بیا پرانیستلو څرک نه ښکاري.
پاکستان مخکي د ملګرو ملتونو مرستندویو توکو ته اجازه ورکړې وه چي افغانستان ته انتقال سي، خو ویل کېږي چي ط..البانو د دغو مرستو د داخلېدو مخه نیولې وه.