پاکستاني سناتوران : پوځ ته د ځانګړي واک ورکول نورو جبري ورکېدنو ته لاره هواروي

په پاکستان کي د سنا يو شمېر غړو د مرکزي حکومت پر هغه اقدام نيوکي کړي چي په بلوچستان ايالت کي يې پوځ ته د “ځانګړي واک” ورکولو په اړه کړی دی.

سناتورانو د پارلمان غونډي ته په وينا کي تر هغه يوه ورځ وروسته اندېښنه څرګنده کړه چي مرکزي کابینې د ۱۹۹۷ په تروریزم ضد قانون کي ترمیم تصویب کړ او امنیتي ځواکونو ته یې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره پراخ واکونه ورکړل.

مرکزي کابینې د ترهګرۍ ضد قانون کي د بدلون په راوستلو سره امنیتي ځواکونو ته اجازه ورکړه چي د ترهګرۍ په تور نیول سوي کسان محکمې ته له وړاندي کولو پرته تر دریو میاشتو پوري په خپل بند کي ساتلای سي.

سناتورانو دا اقدام د ملکي قوانینو او بشري حقونو څخه سرغړونه وبلله او زياته يې کړه چي ښايي له دې سره په بلوچستان کي وضعیت نور هم خراب سي.

سناتوران وایي، چي پارلمان له ناراضه بلوڅانو سره د خبرو په اړه بحث کړی وو، خو حکومت د خبرو پر ځای د خلکو د نیولو او بندي کولو لپاره امنیتي ځواکونو ته ځانګړی اختیار ورکړ، چي دا د خواشينۍ خبره ده.

پاکستاني پوځ د جبري ورکېدلو په لړۍ کي لسګونه زره پښتانه او بلوڅان نیولي، بندیان کړي او وژلي دي.